ایکناخبری آژانس دالبوابه نیوز له قوله راپور راکړ،دمصر دالازهر دفاعي ادارې په خپل یوه راپور کې وئیلي دي ،په درست لویدیځ کې د مسلمانانو دمقدساتو او سپيڅلتیاؤ په باب ځیني تنظیمونه منفي پروپیګندې کوي ، چې هیڅ یو هیواد ئې مخه نه نیسي ،دا ددې ښودنه کوي چې ځیني هیوادونه غواړي د مسلمانانو څيره او حیثیّت داغي کړي او له دې لارې په زیاتره لویدیځي هیوادونو دمسلمانانو ژوند تریخ کړي او د اسلام څیره داغي کړي.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي، دغه پروپيګنډې او تبلیغات به مسلمانان پخپلو عملونو او کړچار سره شنډ کړي او باید د اسلام حقیقي څيره او کړچار دنړیوالو نندارې ته وړاندې شي، څو دتوکمیز او فرقه پالو ډلو ټپلو دفعالیتونو مخه ونیول شي. په دغې اعلامیې کې همداراز پر اسلامی هیوادونو او حکومتو نو هم غږ شوی چې پخپل یووالي او اتحاد سره دې داسلامی سپيڅلتیاؤ ددغه منفي پروپيګنډې مخه ونیسی او نړیوالو ته دې د حقیقي اسلام اصلي څيره ورمعرفي کړي.